د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مرستیال تیموتي بروچیت پر طالبانو د بهرنیو مالي مرستو بندښت د لایحې تصویبېدو خبر ورکړی او ټینګار یې کړی چې د امریکا د مالیه ورکوونکو یو ډالر هم باید «ترهګرو» ته ورنه کړل شي.

د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې وېب‌پاڼې چهارشنبه، د جون ۲۶ مه نېټه د تيموتي په حواله خبر ورکړی چې د امريکا مالي مرستو ته د طالبانو د لاسرسي د بندښت طرحه د دغې جرګې له خوا تصويب شوې ده.

نوموړي له دغه هېواده د بهرنیو مالي مرستو ته د طالبانو د لاسرسي بندښت لپاره د لایحې تصویبېدو د اټکل خبر ورکړی و.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مرستیال له فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ویلي، کومې پیسې چې طالبانو ته رسېږي، ډېر ناسم کار دی، د هغه په وینا دوی ۳۵ ټریلیونه ډالره پوروړي دي او د خپلو دښمنانو تمویل ته اړتیا نلري.

د يادونې ده چې د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ وروسته، امريکا د دغې ډلې تر واک لاندې افغانستان سره له ۲.۸ ميليارډه ډالرو ډېرې بشرپالې او پراختيايي مرستې کړې دي.