د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان په اړه خپله درېمیاشتنۍ غونډه جوړه کړي، او تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمه به د هېواد د روان وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.
تر اوسه د علني غونډې کره نېټه نه ده اعلان شوې، خو امنیت شورا ویلي چې له پرانیستې ناستې مخکې به غړي د تړلو دروازو تر شا هم د افغانستان پر وضعیت سلا مشورې وکړي.
تمه کېږي د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ګډون محدودیتونه د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی چې د ښځو پر وړاندې تبعیض او ځپنه په افغانستان کې په یوه نهادینه شوي نظام بدلېدونکې ده.
د امنیت شورا په ارزونو کې د یوه ټولګډونه او منظم سیاسي بهیر نشتوالی هم له مهمو ننګونو څخه بلل شوی او وړاندیز شوی چې د سیمې له هېوادونو، یوناما، افغان مدني ټولنې او ښځو سره په دې اړه پراخې مشورې وشي.
په ورته وخت کې، د شورا د غړو ترمنځ له طالبانو سره د تعامل پر څرنګوالي اختلافونه شته. امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزه، د خپلو وګړو خوندیتوب او د نیول شویو امریکایانو خوشې کېدل مهم لومړیتوبونه بولي.
چین او روسیه بیا له طالبانو سره د اړیکو د دوام، اقتصادي تعامل او پراختیايي همکاریو ملاتړ کوي او د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه هم کوي.
په افغانستان کې د داعش او نورو وسلهوالو ډلو فعالیت، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا او په سرحدي سیمو کې امنیتي ستونزې هم د امنیت شورا د سپټمبر د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

