د سپېس اېکس د ونډو د بېساري لوړېدو وروسته د ایلان مسک شتمني له یو ټریلیون ډالرو واوښته
ایلان مسک د نړۍ لومړنی کس شو چې شتمني یې تر یو ټریلیون ډالرو واوښته. دا پرمختګ وروسته له هغې رامنځته شو چې د سپېس اېکس شرکت ونډو د جمعې په ورځ د بازار په سوداګرۍ کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدې.
د راپورونو له مخې، د بلومبرګ د شتمنو کسانو د ارزونې پر بنسټ د مسک خالصه شتمني اوس شاوخوا ۱.۱۱ ټریلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
راکټي، مخابراتي او مصنوعي ځیرکتیا پورې اړوند شرکتونو د ونډو د چټک لوړوالي له امله د پانګوالو پام ځانته اړولی دی. د سپېس اېکس اړوند ونډې د ۱۳۵ ډالرو له اعلان شوې بیې وروسته په بازار کې له ۱۵۰ ډالرو پیل شوې او وروسته ۱۷۶.۵۰ ډالرو ته پورته شوې.
د معلوماتو له مخې، ایلان مسک په سپېس اېکس کې ۴۲ سلنه ونډه لري، چې نوموړي ته د شرکت پر مهمو فعالیتونو پراخ کنټرول ورکوي. هغه همداراز په Tesla کې د میلیاردونو ډالرو ارزښت ونډې لري.
د مسک د شتمنۍ له لوړېدو وروسته د اقتصادي نابرابرۍ او د لویو پانګو د سیاسي اغېزو په اړه بحثونه هم زیات شوي دي. راپورونه ښيي چې د نوموړي شتمني اوس د ځینو هېوادونو د ټول اقتصادي تولید له کچې سره برابره شوې ده.
د راپور په وینا، مسک په وروستیو کلونو کې د امریکا په سیاسي بحثونو کې هم اغېزمن حضور درلود او د ډونلډ ټرمپ ټاکنیز کمپاین ته یې سلګونه میلیونه ډالر مرسته کړې وه.

