د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په روان کال کې د دې ناروغۍ د انساني پېښو ټولیز شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی.
د سازمان د تازه معلوماتو له مخې، نوې پېښې په هلمند، کونړ، نورستان او فراه ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، افغانستان د روان کال له پیله تر اوسه د پولیو ۲۳ مثبتې انساني پېښې او ۷۶ مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت کړې دي.
د دغو شمېرو له مخې، افغانستان دا مهال په نړۍ کې د پولیو د مثبتو انساني پېښو تر ټولو لوړ شمېر لري. پاکستان په دویم ځای کې دی چې سږکال پکې درې مثبتې انساني پېښې او ۱۲۷ مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت شوې دي.
په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان او پاکستان کې په ګډه د پولیو ۵۲ انساني پېښې تایید شوې وې؛ ۲۱ یې په افغانستان او ۳۱ یې په پاکستان کې ثبت شوې وې.
افغانستان او پاکستان اوس هم د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې پولیو پکې په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې.
په ورته وخت کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو زیاتوالی د پولیو ویروس د احتمالي خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

