‏د امریکا د سپينې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، چې د هغو افغان مهاجرو دوسیې به د قضايي ارګانونو له لوري وڅېړل شي، کومو ته چې د ولسمشر بایدن د حکومت پر مهال لنډمهاله مصئونیت ورکړل شوی و.

‏نوموړې دا څرګندونې د ثور میاشتې په ۲مه، د سه شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وکړې او ویې ویل چې دغه مصئونیتونه ډېر ژر پای ته رسېږي.

‏لیویت زیاتوي: “هر هغه افغان چې امریکا ته راغلی او د پناه غوښتنه یې کړې، قضیه به یې انفرادي توګه محکمې ته وړاندې شي.”

‏په ورته مهال، هغه وویل چې ډونالډ ټرمپ غواړي د مهاجرت پروسه لا قانوني او منظمه کړي.

‏همداراز، د امریکا د کورني امنیت وزارت نږدې ۱۱ زره افغان مهاجرو ته ورکړل شوی موقت مصئونیت لغوه کړی دی.