د افغانستان د منډې وهلو یا ځغاستې لوبغاړې کیمیاي یوسفي د فرانسې ۲۰۲۴ م کال المپیک سیالیو کې د ضعیفې پایلې په ترلاسه کولو سره د دې سیالیو له راتلوونکي پړاو څخه بهر شوه.

کیمیاي یوسفي نن جمعه د اګسټ مېاشتې په دویمه نېټه د سل متره واټن ځغاستې سیالیو کې د ۳۶ ګډوونکو ترمنځ ۳۱ ځای خپل کړ.

دغې افغان لوبغاړې ۱۰۰ مټن په ۱۳ اعشاریه ۴۲ ثانیو کې وواهه.

د معلوماتو له مخې د المپیک نړیوالې سیالۍ چې اوس مهال د فرانسې په پاریس ښار کې روانې دي تر دې دمه کوم افغان لوبغاړی د مډوال په ګټلو نه دی بریالی شوی.

تر دې وړاندې هم یوشمېر نورو افغان لوبغاړو په بېلابېلو ورزشي رشتو کې ډېر ضعیفې پایلې ترلاسه کړې وې.