د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران د بودجې د سخت کمښت له امله له کنټروله وتلی او میلیونونه ماشومان او میندې له جدي ګواښ سره مخ دي.

د دې ادارې د افغانستان مشر، جان ایلیف، ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې به شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي، او نږدې ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې هم تغذیوي مرستو ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، د ماشومانو شدید ډنګرښت د افغانستان په درېیمه برخه ولایتونو کې بحراني کچې ته رسېدلی او د جګړو، سوداګریزو ګډوډیو، جبري راستنېدنو او د نړیوالو مرستو کمښت وضعیت نور هم خراب کړی دی.

جان ایلیف زیاته کړې چې د بودجې د کمښت له امله د خوړو نړیوال پروګرام یوازې له هرو اوو شدیدو خوارځواکو ښځو او ماشومانو څخه یو ته د تغذیې خدمتونه وړاندې کولای شي، او له هرو نهو اړمنو افغانانو یوازې یو کس مرستې ترلاسه کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د خوراکي ناامنۍ د مخنیوي لپاره ۵۴۰ میلیونه ډالرو بیړنیو مرستو ته اړتیا ده او له نړیوالو تمویلوونکو یې غوښتي چې د افغانستان د بشري ناورین د مهارولو لپاره خپلې مرستې بېرته پیل کړي