د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د نورستان د وروستیو خونړیو سېلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، خلک حق لري له واکمنو وپوښتي چې د دغې غمیزې لپاره ولې لازم چمتووالی نه و.

اشرف غني د سې‌شنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې خلک حق لري وپوښتي د کونړ له پخوانیو طبیعي پېښو څخه څه درسونه اخیستل شوي او د نورستان د غمیزې د مخنیوي او مدیریت لپاره ولې اغېزمن اقدامات نه وو ترسره شوي.

هغه ویلي، که څه هم ځینې کسان ښايي دا ډول پوښتنې د خلکو له واکه پورته وبولي، خو د ده په وینا، دا مشروع پوښتنې دي او باید ځواب ورته وویل شي.

پخواني ولسمشر د ۱۳۹۵ کال د پارون د واورینو پېښو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې هغه مهال یې د پېښې سیمې ته د سفر هڅه کړې وه، خو د هوا د خرابوالي له امله هلیکوپتر ونه توانېد چې په خوندي ډول کېناستل وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې له ملت سره تعهد باید یوازې د خوښیو لپاره نه، بلکې د خلکو د درد او غم پر مهال هم څرګند شي.

اشرف غني د نورستان ستراتیژیک اهمیت ته په اشارې ویلي، چې دغه ولایت د طبیعي زېرمو او سوداګریزو فرصتونو له پلوه مهم موقعیت لري او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د نورستان، کونړ، بدخشان او وروسته د چین تر پولې د نښلولو پلان درلود، څو د سیمې اقتصادي وده او د طبیعي پېښو پر وړاندې د خلکو د مقاومت وړتیا پیاوړې شي.

هغه همدارنګه پر شتمنو افغانانو غږ کړی چې له زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي او زیاته کړې یې ده چې د اقلیم بدلون او د کونړ او نورستان د ځنګلونو وهل د طبیعي پېښو د زیاتېدو له مهمو لاملونو څخه دي.