د افغانستان د کرېکټ پخوانی ستوری شاپور ځدراڼ د کرېکټ بورډ د مسوولینو، د ملي لوبډلې د لوبغاړو او د زرګونو هېوادوالو په ګډون د کابل په عیدګاه جومات کې له جنازې وروسته د مرنجان غونډۍ په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د شاپور ځدراڼ پلار له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په دې غم کې یې له کورنۍ سره خواخوږي او ګډون کړی و. هغه د افغانستان له کرېکټ بورډ څخه وغوښتل چې د لوبغاړو او خلکو په سلا دې نوی جوړېدونکی کرېکټ لوبغالی د شاپور ځدراڼ په نوم ونومول شي.
په ورته وخت کې، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د شاپور ځدراڼ مړینه د افغانستان د کرېکټ لپاره ستره ضایعه بللې او ویلي یې دي چې د نوموړي د ورزشي ژوند په اړه به مستند فلم جوړ کړي.
د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) مشر جي شاه هم د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د نړیوال کرېکټ په پرمختګ کې به د هغه ونډه تل په درناوي یاده شي. هغه د شاپور ځدراڼ له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کرېکټ له ټولې کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
همدارنګه، د نړۍ ګڼو اوسنیو او پخوانیو کرېکټ لوبغاړو، نړیوالو مبصرینو او زرګونو مینهوالو د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او افغان ولس ته یې د تسلیت پیغامونه استولي دي.

