نن د زمري اوومه د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده؛ هغه ورځ چې پخوا به هر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په رسمي او ولسي مراسمو نمانځل کېده، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې نمانځنه تر ډېره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پورې محدوده شوې ده.

یو شمېر افغانان وايي، د افغانستان درې‌رنګه ملي بېرغ د هېواد د ملي هویت، یووالي او تاریخي ویاړ استازیتوب کوي او د ملي بېرغ ورځې نمانځل د وطن پالنې د احساس د ژوندي ساتلو یوه مهمه برخه ده.

د ښځو د حقونو فعالې، مدني شخصیتونو او یو شمېر هېوادوالو هم د دې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې ملي بېرغ د خلکو له زړونو نه شي لرې کېدای او د افغانانو د ګډ هویت مهم سمبول پاتې کېږي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان درې‌رنګه ملي بېرغ له دولتي ادارو لرې کړل شو او پر ځای یې د طالبانو بیرغ ودرول شو. په همدې موده کې د ملي بېرغ د نمانځلو او کارولو په اړه محدودیتونه هم رامنځته شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ستوري راشد خان د ملي بېرغ ورځې په مناسبت له درې‌رنګه ملي بېرغ سره خپل انځور خپور کړی، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د ګڼو افغانانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان اوسنی درې‌رنګه ملي بېرغ چې تور، سور او زرغون رنګونه لري، د لومړي ځل لپاره د ۱۳۰۷ لمریز کال پر مهال د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال تصویب شو او وروسته د ۱۳۸۲ اساسي قانون کې هم ثبت شو. د تاریخ پوهانو په وینا، تور د پخوانیو ستونزمنو دورو، سور د خپلواکۍ او قربانیو، او زرغون د هېواد د پرمختګ او هوساینې سمبول ګڼل کېږي.