افغان میندې د ټولنې د ثبات، روزنې او قربانۍ اصلي ستنې دي
نن د غبرګولي ۲۴مه نېټه په افغانستان کې د “مور ورځې” په نوم ونمانځل شوه؛ هغه ورځ چې د مور د مقام، قربانیو او نه ستړې کېدونکو هڅو د درناوي لپاره ځانګړې شوې ده.
د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلکو د خپلو میندو د ستاینې لپاره کورنۍ او کلتوري ناستې جوړې کړې او په ټولنیزو رسنیو کې د مینې، مننې او درناوي پیغامونه شریک شول.
ټولنیز فعالان او د کورنیو چارو کارپوهان وایي، د مور ورځ یوازې یو سمبولیک مناسبت نه دی، بلکې د دې فرصت برابروي چې د میندو مادي او معنوي حقونو ته جدي پاملرنه وشي.
د دوی په وینا، افغانې میندې د نسلونو په سالمه روزنه، د کورني ثبات په ساتنه او د سولې او مینې د فرهنګ په پیاوړتیا کې اساسي رول لري.
ډېری هېوادوال باور لري چې د تېرو څو لسیزو جګړو، بېوزلۍ او ستونزو تر ټولو دروند بار افغان میندو پر اوږو وړی او هغوی په صبر او مېړانې سره خپلې کورنۍ ساتلې دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق “یونیسف” هم د مور ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د افغان میندو خدمتونه او قربانۍ ستایلې دي.
یونیسف ویلي، افغان میندې په سختو شرایطو کې د خپلو کورنیو او ټولنې د ژغورنې او روزنې لپاره مبارزه کوي او دغه اداره د کال په هره ورځ د هغوی تر څنګ ولاړه ده.
دغه سازمان د ښوونکو، قابلو، نرسانو، روغتیايي کارکوونکو، تغذیې او رواني ټولنیزو سلاکارانو او د کورنیو د پالونکو په توګه د افغان میندو رول مهم بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د مور ورځ سږ کال په داسې وضعیت کې نمانځل کېږي چې د افغان ښځو او میندو پر زدهکړو، کار او ټولنیز حضور د محدودیتونو په اړه نړیوالې اندېښنې هم دوام لري.

