د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله د سه شنبې په ورځ د جولای په ۲ نېټه رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د بشري او ښځو حقونو موضوع د افغانستان کورنۍ موضوع نه ده.

ملګري ملتونه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته ددغه هیواد په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې د تعلیم او کار د بندیز په ګډون یو شمیر زیات محدودیتونه لګولي دي. نجونې یې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې له زده کړو بندې کړي او په پوهنتونونو کې یې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفان دوجارېک په یوه خبري غونډه کې د رازماري ډيکارلو له قوله ویلي، افغانستان د بشري حقونو او مدني حقونو په برخه کې له نړۍوالې ټولنې سره یو شمېر تړونونه او هوکړې لاسلیک کړي او افغانستان د یوه هېواد په توګه دغو تړونونو ته پابند دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا په وار وار ټینګار کړی چې د افغان ښځو د حقونو مسئله د افغانستان کورنۍ موضوع ده او دوی چاه ته اجازه نه ورکوي چې د دوی په کورني موضوعاتو کې لاس وهنه وکړي.