پخواني ولسمشر په هرات کې له ښځو سره پر تاوتریخوالي خواشیني څرګنده کړه او د ملي یووالي غوښتنه یې وکړه

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان وروستي هوايي بریدونه، چې د طالبانو په وینا په کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي، په کلکه غندلي دي.

محمد اشرف غني په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي خلکو پر کورونو بریدونه د اندېښنې وړ دي او له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه همداراز په هرات ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي او د وروستیو پېښو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه وضعیت د افغانستان د مشروعیت له جدي بحران سره تړاو لري.

پخواني ولسمشر ویلي، افغانستان د ژوند او مړینې له یوې حساسې مرحلې سره مخ دی او د دې حالت د تېرولو لپاره ملي عقل جمعي، د زړونو یووالی او د ټولو افغانانو ګډو هڅو ته اړتیا شته.

محمد اشرف غني د دایمي سولې پر اړتیا ټینګار کړی او پوښتنه یې کړې چې ایا د یوې ډلې د ارادې تحمیل کول هېواد تلپاتې سولې ته رسولی شي که نه.

هغه ویلي، تلپاتې سوله د افغانانو اساسي اړتیا ده او دغه ثبات باید نه یوازې د هېواد دننه، بلکې له ګاونډیو هېوادونو سره هم رامنځته شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي، چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تایید کړې، پاکستاني الوتکو په کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي دي.