د افغانستان د لامبو وهلو یواځنی لوبغاړی فهیم انوري د فرانسې ۲۰۲۴ م کال المپیک کې د لامبو وهلو سیالیو کې اتم مقام ترلاسه کړ.

د معلوماتو له مخې افغان لوبغاړي د ۵۰ مترو لامبو سیالي کې ټاکل واټن ۲۷.۱۴ ثانیو کې وواهه او وروستي ځای یې خپل کړ.

په دې سیالي کې تاجکستان لومړی، ګانینا دویم او ټوګو درېیم مقامونه وګټل.

ټاکل شوې د افغانستان په استازیتوب کیمیا یوسفي د جمعې په ورځ د منډه وهلو سیالي کې برخه واخلي.

د المپیک نړیوالې کمیټې د معلوماتو له مخې په دې سیالیو کې له افغانستان څخه شپږ لوبغاړي د لامبو وهلو، جودو، بایسکل ځغلولو او اتلتیک ورزشي رشتو په برخه کې ګډون کړی دی.