د رحمانالله ګوربز چټکې سلیزې سره سره هند د ۱۹۵ منډو هدف په ۲۳م اوور کې پوره کړ
د هند کرېکټ ملي لوبډله د افغانستان پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه په اوو وېکټو وګټله. دغه سیالي چې د باران له امله ۲۵ اوورونو ته راکمه شوې وه، د هند د درمسلا په ښار کې ترسره شوه.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله لومړی توپ وهنه وکړه او هند ته یې د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري رحمانالله ګوربز په زړه پورې توپوهنه وکړه او په یوازې ۵۱ توپونو یې ۱۰۲ منډې جوړې کړې. دا د هغه په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې نهمه او د هند پر وړاندې لومړنۍ سلیزه وه.
ګوربز د خپلې پاڼۍ پر مهال ۸ شپږیزې او ۸ څلوریزې ووهلې، خو وروسته د نېتیش کمار رېډي په توپ وسوځېد.
د افغانستان له لوري حشمتالله شهیدي ۲۷ او عظمتالله عمرزی په ۱۶ توپونو ۲۶ منډې وکړې. له دې سره د حشمتالله شهیدي د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو منډې ۲۵۰۰ ته ورسېدې.
هند ورکړل شوی هدف د ۲۳م اوور په پنځم توپ ترلاسه کړ او یوازې درې لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
د هند له لوري شبمن ګېل ۸۴ ناسوځېدلې، ایشان کېشن ۳۴ او کېاېل راهول په ۱۹ توپونو ۳۹ چټکې منډې وکړې.
د افغانستان له اړخه په توپ اچونه کې راشد خان او ضیاءالرحمن شریفي یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه د جون پر ۱۷مه په لکناو او درېیمه د جون پر ۲۰مه په چینای کې ترسره شي.

