د پاریس ۲۰۲۴ م کال المپیک سیالیو کې د افغانستان د جودو ورزشي رشتې افغان لوبغاړی صبغت الله عرب د خپل بلجیمي سیال پر وړاندې ماتې وخوړله.

دغه افغان لوبغاړی نن سه شنبه د جولای په ۳۰ مه نېټه د کډوالو په ټیم کې د پاریس المپیک سیالیو په لړ کې د بلجیم هېواد د جودو ورزشي لوبغاړي سره د سیالۍ ډګر ته ووته چې په پایله کې له ماتې سره مخ شو او له دې سیالیو بهر شو.

د المپیک نړیوالې کمیټې د معلوماتو له مخې په دې سیالیو کې له افغانستان څخه شپږ لوبغاړي د لامبو وهلو، جودو، بایسکل ځغلولو او اتلتیک ورزشي رشتو په برخه کې ګډون کړی دی.