د پاریس ۲۰۲۴ م کال المپیک سیالیو کې د افغانستان د جودو لوبغاړې نګاره راحله شاهین د خپلې مکسیکويي سیالې پر وړاندې ماتې وخوړله او له روانو سیالیو بهر شوه.

دغه افغان لوبغاړې نن سه شنبه د جولای په ۳۰ مه نېټه د کډوالو په ټیم کې د پاریس المپیک سیالیو په لړ کې د مکسیکو هېواد پریسکا الکاراز لوبغاړې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووتله چې په پایله کې له ماتې سره مخ شوه.

مېرمن شاهین په منفي ۶۳ کیلو ګرام وزن کې خپلې مکزیکي سیالې سره سیالي وکړه چې په یوه دقیقه کې له یوې فني ګوزار سره ماتې وخوړله.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان لوبغاړې یولدوز هاشمي د پاریس ۲۰۲۴ م کال المپیک سیالیو په لړ کې د ښځینه بایسکل ځغلولو سیالي کې ۲۶ مقام خپل کړ.