د فرانسې ۲۰۲۴ م کال المپیک سیالۍ نن جمعه د جولای په ۲۶ مه نېټه د دې هېواد په پلازمېنه پاریس کې داسې مهال د یوشمېر افغان لوبغاړو په ګډون سره پیل شوې چې پکې طالبانو ته د ګډون اجازه ورنکړل شوه.

د المپیک سیالیو په پرانیست غونډه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو ګډون کړی و، خو د المپیک نړیوالې کمیټې له وړاندې ټینګار کړی و چې په دې سیالیو کې به طالب چارواکو ته د ګډون اجازه ورنکړي.

دغه سیالۍ د المپیک مشعل یا څراغ په روښانه کولو سره پیل شوې.

د المپیک نړیوالې کمیټې د معلوماتو له مخې په دې سیالیو کې له افغانستان څخه شپږ لوبغاړي د لامبو وهلو، جودو، بایسکل ځغلولو او اتلتیک ورزشي رشتو په برخه کې ګډون کړی دی.

د افغانستان په استازیوب به په دې سیالیو کې صمیم فیض زاد د جودو، یولدز هاشمي او فریبا هاشمي د بایسکل ځغلولو، کیمیا یوسفي او شاه محمود نورزعي د اتلتیک او فهم انوري به د لامبو وهلو په ورزشي رشتو کې ګډون وکړي.

تر دې مخکې طالبانو ویلي وو هغه درې ښځینه ورزشکارانې نه پیژني چې ټاکل شوې ده د پاریس په المپیک کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

په ورته وخت کې طالبان په افغانستان کې له بیا واکمېندو راهیسې د ښځو اړوند په ټولو ورزشي رشتو باندې بندیز ولګاوه.