افغان لوبغاړې ذکیه خدادي د جمعې په ورځ د جولای په ۲۶ مه نېټه د پاریس په سړکونو کې د المپیک مشعل یا څراغ ولېږدو.

د تکواندو دغه افغان لوبغاړې چې د یوې کډوالې په توګه په دې سیالیو کې ګډون کړی دی ویلي دي د المپیک مشعل یې په خورا خوشحالۍ سره لېږدولی دی.

د معلوماتو له مخې ذکیه خدادادي تېر کال د روسې هېواد د اروپا سیالیو اتله کاراول شولبانا ته په ماتې ورکولو سره د فرانسې ۲۰۲۴ م کال المپیک سیالیو کې د ګډون جواز ترلاسه کړ.

نوموړې خپله اتلولي افغان ښځو ته ډالۍ کړه.

د یادولو وړ ده چې د فرانسې ۲۰۲۴ م کال المپیک سیالۍ نن د جمعې په ورځ په رسمي ډول په پاریس کې پیل شوې.

په دې سیالیو کې له افغانستان څخه شپږ لوبغاړو ګډون کړی چې درې تنه یې ښځینه لوبغاړې دي.

په ورته وخت کې د المپیک نړیوالې کمیټې ویلي دي چې په دې سیالیو کې به طالبانو ته د ګډون اجازه ورنکړي.