د امریکا متحده ایالتو د سنا مجلس یوه ډیموکراته غړې وايي چې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه خورا زیات شوي او دا وضعیت جنسیتي اپارتاید ګڼل کېدای شي.

د امریکا د سنا مجلس غړې جین شهین چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړې ده امریکا غ سره په یوه مرکه ویلي تر هغه چې له افغان ښځو سره د طالبان دا ډول ظالمانه او غیر انساني چلند دوام ولري، د طالبانو حکومت باید په رسمیت ونه پېژندل شي.

مېرمن شهین په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره ښکاره تعامل وکړي او هغوئ ته دا څرګنده کړي تر څو پورې چې ښځو ته یې په غونډو کې د ګډون حق نه وي ورکړی، له دې ډلې سره دې په هېڅ موضوع خبرې نه کوې.

دغې سناتورې همداراز ټینګار کړی چې هڅه کوي د امريکا د ولسمشرۍ لپاره کانديدانو ته د افغان مېرمنو د مسئلې اهميت ور په ګوته کړي، څو دغې مسئلې ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان په افغانستان کې له واکېندو راهیسې تر ټولو ډېر محدودیتونه پر ښځو لږولي دي او ان دوی یې له خپلو انساني حقونو بې برخې کړې دي.