طالب چارواکو خبر ورکړی دی چې د هېواد په تحصیلي نظام کې یې بدلون راوستی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم نن سه شنبه د جولای په ۲۳ مه نېټه په ارګ کې د «کار ملي کنفرانس» ته په وینا کې وویل چې تحصیلي نصاب بدل شوی دی او د تصویب لپاره د طالبانو د وزیرانو شورا ته استول شوی دی.

نوموړي ویلي دي چې په تېرو دوو کلنو کې یې پر دې نصاب کار کړی دی او ځینې مضامین یې ترې حذف کړي دي.

طالبان داسې مهال د هېواد په تحصیلي نصاب کې د بدلون خبره کوي چې افغان نجونې له درې کلنو راپدیخوا له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له ورتګ محرومې شوې او همداراز په تېرو دوو کلنو کې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پرمخ وتړل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن تېره ورځ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي و چې طالبان د پاکستان خوشحالولو لپاره د افغانستان په تحصیلي نصاب کې بدلون راوستی دی.