په داسې حال کې چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او هره ورځ له دې هېوادونو په لسګونه افغانان هېواد ته راستنېږي خو د کډوالو نړیوال سازمان اعلان کړی چې په تېرو درېیو مېاشتو کې ۵۳۲ زره او ۸۵۴ افغانان له خپل هېواد څخه وتلي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان یا (IOM) د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۱۹ مه نېټه د یو راپورو په خپرولو سره ویلي دي چې دغه شمېر افغانان د روان ۲۰۲۴ م کال د اپریل د لومړۍ نېټې د جون مېاشتې تر پایه پورې له هېواده وتلي دي.

د کډوالو نړیوال په خپل راپور کې زیاته کړې چې له افغانستان څخه اکثره افغانان د اقتصادي، خپلو خپلوانو سره د لیدلو، طبیعي پیښو، افغانستان کې د ناامنۍ او روغتیايي مسایلو له امله ایران او پاکستان ته تللي دي.

خو په پاکستان او ایران کې مېشت یو شمېر افغانې کورنۍ وايي چې د طالبانو ځپوونکو سیاستونو او پر نجونو د لږول شویو بندیزونو له کبله خپل هېواد ته پریښودو ته اړ شوي دي.

یوشمېر دغه کورنۍ وايي چې د خپلو بچیانو د تعلیم او روښانه راتلوونکي لپاره دیته اړ شوي څو هېواد پریږدي او په ګاونډیو هېوادونو کې اوس مهال سختې شپې ورځې تېروي.