د ملګرو ملتونو دفتر وایي، میلیونونه افغانان لا هم د خوندیتوب او باثباته ژوند په لټه کې دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د بې‌ځایه کېدو له تر ټولو لویو او جدي بشري کړکېچونو سره مخامخ دی.

یوناما په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په ټوله نړۍ کې ۴۶.۱ میلیونه کسان د جګړو، تاوتریخوالي او ځورونو له امله له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي، او افغانستان د دې نړیوال بحران له مهمو اغېزمنو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.

د سازمان په وینا، د هرې شمېرې تر شا د یوه انسان کیسه پرته ده؛ داسې کسان چې د ناامنۍ او تاوتریخوالي له امله یې خپل کورونه پرېښي او د خوندي ژوند په لټه کې دي.

د یوناما د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۲.۹ میلیونو څخه زیات افغانان هېواد ته بېرته راستانه شوي دي. دغه بنسټ وایي، ډېری راستنېدونکي تر فشار لاندې ستانه شوي او اوس له جدي اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي.

یوناما ټینګار کړی چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او د انساني کرامت له ساتنې سره ترسره شي.

په همدې حال کې، د کاریتاس نړیوالې خیریه موسسې په خپل تازه راپور کې افغانستان د نړۍ له هغو اوو هېوادونو څخه بللی چې د کډوالو د وتلو تر ټولو لویې سرچینې ګڼل کېږي.

همداراز د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له وروستیو میاشتو راهیسې تر ۶ میلیونو ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي دي، چې د هغوی یوه لویه برخه له کلونو جلاوطنۍ وروسته راستنه شوې ده.