د امریکا په سنا کې د «افغانستان د موقت خوندیتوب حالت» په نوم یوه نوې لایحه وړاندې شوې چې موخه یې په امریکا کې مېشتو یو شمېر ارزول شویو افغانانو ته د اخراج پر وړاندې خوندیتوب او د کار قانوني حق بېرته ورکول دي.
د «افغان ایوک» د معلوماتو له مخې، دغه لایحه د ډیموکرات او جمهوري غوښتونکو سناتورانو د یوې ډلې له خوا وړاندې شوې او که تصویب شي، افغانستان به د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د موقت خوندیتوب حالت یا TPS تر پوښښ لاندې راولي.
د لایحې ملاتړي وايي، دا په کانګرېس کې تر دې دمه له هغو مهمو ګامونو څخه دی چې د امریکا د هغو افغان متحدینو د ملاتړ لپاره اخیستل کېږي چې د دوو لسیزو جګړې پر مهال یې له امریکا او متحدینو سره همکاري کړې وه.
د افغان ایوک مشر او بنسټګر شان وانډایور د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د هغو سناتورانو ملاتړ کوي چې د امریکا د پخوانیو افغان همکارانو د ساتنې لپاره یې اقدام کړی دی.
دا لایحه په داسې وخت کې وړاندې کېږي چې د ډونلډ ټرمپ د دویمې ولسمشرۍ له پیل وروسته د افغان کډوالو او ویزې غوښتونکو پر بهیرونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي. د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرامونه درول شوي او د افغانستان د پاسپورټ لرونکو لپاره د سفر محدودیتونو هم د ګڼو غوښتونکو راتلونکی له ناڅرګندتیا سره مخ کړی دی.
د راپورونو له مخې، له ۱۷۵ زرو ډېر افغانان د ځانګړې کډوالۍ ویزې یا SIV لپاره د امریکا د «ماموریت د مشر» تائید ترلاسه کړی، خو ګڼ شمېر یې لا هم د مرکې او سفر د وروستیو پړاوونو په تمه دي.
د افغانانو د ملاتړ بنسټونه وايي، اوسني محدودیتونه داسې وضعیت رامنځته کړی چې حتی هغه کسان چې د اوږدو امنیتي او اداري ارزونو پړاوونه یې بشپړ کړي، د امریکا ته د سفر او داخلېدو له جدي خنډونو سره مخ دي

