د افغانستان فوټبال فدراسیون د جمعې په ورځ د جولای په ۱۹ مه نېټه د کابل ښار په کوربه توب د افغان تلکام په نامه د افغانستان فوټسال غوره لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل کړې.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي چې د دې سیالیو په پرانیست غونډه کې د فوټبال فدراسیون مشر محمد یوسف کارګر، د بدني روزنې او سپورټ ریاست یوشمېر چارواکو او همداراز د بېلابېلو ورزشي رشتو یوشمېر پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو ګډون کړی و.

د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د روزونکي مجید مرتضايي په غوښتنه د ملي لوبغاړو د ګډون پرته د یوشمېر بهرنیو لوبغاړو په ګډون د فوټبال فدراسیون په جمنازیوم کې پیل شوې دي.

د فوټبال فدراسیون ویلي دي چې د دې سیالیو ګټوونکې لوبډله به د مرکزي اسیا د  ۲۰۲۴ م کال کلبونو (کافا کلپ) سیالیو ته به لار پیدا کړي.

د ویلو ده چې په دې سیالیو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه لس لوبډلې له یوبل سره سیالي کوي.