افغان سوک وهوونکی میرویس یوسفزي د روسیې د پوهنتونو ترمنځ د سوک وهنې سیالیو په لړ کې یو د سرو زرو او بل د نقرې مډوالونه ګټلي دي.

دغه افغان لوبغاړی چې دا مهال په روسیې کې د ژورنالیزم پوهنځي محصل دی تر دې وړاندې یې هم د روسیې د سوک وهنې په لیګ مډوالونه ګټلي دي.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د روسیې د څو ښارونو ترمنځ سیالیو کې یې د سرو زرو او نقرې مډوالونه ګټلي او د څو ښارونو ترمنځ سیالیو کې یې تازه د نقرې مډوال هم په خپل نوم کړی دی.