د کډوالو او راستنېدوونکو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې له ایران او پاکستان څخه دوه زره او ۲۴۳ افغان کډوال په جبري او خپله خوښه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو او راستنېدوونکو چارو وزارت نن پنچشنبه د جولای په ۱۸ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ده کډوال پرون چهارشنبه د جولای په ۱۷ مه نېټه د پل ابریشم، اسلام کلا او تورخم له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

په اعلامیه کې څرګنده شوې چې يو زر او ۱۹ کسان په هرات کې د اسلام کلا، يو زر او ۱۹۳ کسان په نيمروز کې د پُل ابریشم او ۳۱ کسان په ننګرهار کې د تورخم له لارې هيواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدوونکو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې راستنېدونکي کډوالو تر ثبت وروسته د کډوالۍ نړیوال سازمان، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال پروګرام ته ور پېژندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې له ایران او پاکستان څخه هره ورځ په سلګونه کډوال بېرته هېواد ته ستنېږي او دغو دواړو هېوادونو دا لړۍ لا چټکه کړې ده.