د افغانستان بانک خبر ورکړی دی چې د دې بانک رئییس نور احمد اغا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره لیدلي دي.

د افغانستان بانک نن چهارشنبه د جولای په ۱۷ مه نېټه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د مالي خدمتونو د پراختیا او داسلامي بانکدارۍ له مخکښو بنسټونو سره د اړیکو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او د بانکدارۍ سکټور یې د افغانانو لپاره مهم بللی دی.

خبر پاڼه زیاتوي چې په دې لیدنه کې نور احمد اغا ویلي د افغانستان بانک د کوچنیو پورونو د ورکړې لپاره مقرره جوړه کړې او دغه مقرره به وکولای شي په هېواد کې مالي خدمتونو پراختیا سره مرسته وکړي.

د افغانستان بانک رئیس همداراز د هېواد په ټولو برخو کې د مالي خدمتونو د پراختیا پر ارزښت ټینګار کړی او هغه یې د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مهم بللی دی.