‏د پښتونخوا چارواکي وایي، دغه کډوال د پولیسو له لوري له پنجاب او نورو ایالتونو را ټول او بې اسناده اعلان شوي.
‏له دې ډلې ۲۴۳ تنه د ACC کارت لرونکي وو او ۶۱۶ تنه هېڅ قانوني اسناد نه‌لرل.

‏د اپرېل له لومړۍ راهیسې، پاکستان شاوخوا ۱۵۰ زره افغانان جبراً ایستلي دي، چې له نړیوالو او طالبانو دواړو غبرګونونه راپارولي.

‏ملګري ملتونه خبرداری ورکړی: که د POR کارت لرونکي افغانان تر جون پایه پاکستان پرې‌نږدي، پولیس به یې هم جبراً وباسي.

‏له ایران هم جبري شړنه روانه ده، او د ستنېدونکو افغانانو لپاره نه سرپناه شته، نه اقتصادي فرصتونه. بشري بحران نور هم ژور شوی.