اسپانیوي کارلوس الکارز د انګلستان د ۲۰۲۴ م کال د ټینس ستر جام ویمبلدون سیالیو په پای لوبه کې نوواک جکوویچ ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.

د ویمبلدون ټینس سیالیو پای لوبه د ۲۱ کلن کارلوس الکارز او د صربستان نامتو لوبغاړي نوواک جکوویچ ترمنځ د یکشنبې په ورځ د جولای په ۱۴ مه نېټه ترسره شوه، چې په پایله کې الکارز وکولای شول په درې سیټونو کې خپل سیال ته ماته ورکړي او د څلورم ځل لپاره دغه اتلولي خپله کړي.

دواړو لوبغاړو په دې سیالۍ کې سره درې سیټونه وکړل چې الکارز شپږ پر درې، شپږ پر درې او اووه پر شپږ په پایلې سره د دې سیالیو اتلولي وګټله.

د دویلو ده چې د دې سیالیو د تېر کال اتلولي هم د دغو دواړو لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې چې په هغه کې هم الکارز په پنځه سیټونو کې خپل سیال ته په ماتې ورکولو سره دغه سیالۍ په خپل نامه پایته ورسولې.