په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دې ډلې تر ټولو ډېر محدویتونه پر ښځو لږولي او د ښځو له کار سره یې مخالفت ښودلی و، اوس یې تازه اعلان کړی چې تر زور ډېرې ښځې یې په دولتي ادارو کې په دندو ګمارلي دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن یکشنبه د جولای په ۱۴ مه نېټه ادعا کړې چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې د دغې ډلې په ادارو کې ۱ زره او ۲۲۱ ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره کړې ده.

یاد وزارت په خپله ایکس پاڼه کې په همدې اړه د یو مطلب په خپرولو سره ویلي چې په دې موده کې بیا ۱۴ زره او ۷۵۰ نارينه هم پر دندو ګمارل شوي دي.

طالبان داسې مهال ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار زمینې برابرولو خبره کوي چې یاده ډله واک له رسېدو سره سم د ښځو په کار بندیز ولګاوه او ورسره په زرګونه ښځې پر کورونو کېناستې.

طالبانو همداراز په دې ورستیو کې د خپل مشر د حکم له مخې په دولتي ادارو کې د ښځنه کارکوونکو معاش پنځه زره افغانۍ وټاکه.