ټاکل شوې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن شنبه د جولای په ۱۳ مه نېټه د مراکش فوټسال ملي لوبډلې سره یوه دوستانه سیالي وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون اعلان کړی دی چې ملي لوبډله د ازبیکستان نړیوال جام ته د ښه چمتوالي په موخه، نن شپه د کابل په وخت ۱:۳۰ بجې د مراکش په رباط ښار کې د دې هېواد پر وړاندې خپله لوبه کوي.

د فوټبال فدراسیون ویلي چې دغه لوبه د دواو لوبډلو په غوښتنه د تړلو دروازو ترشاه د مراکش هېواد په کوربه توب ترسره کېږي.

د فوټسال ملي لوبډله داسې مهال د مراکش پر وړاندې سیالي کوي چې خپله لومړی لوبه یې څلور د یو پر وړاندې دې لوبډلې ته بایللې وه.