د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې په تېرو درېیو ورځو کې له چهارشنبې تر جمعې ورځې پورې څه کم لس زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت نن شنبه د جولای په ۱۳ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په تېرو ۳ ورځو کې ۹ زره او ۷۳۰ افغان کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو، د هرات ولایت د اسلام کلا، د کندهار ولایت د سپین بولدک او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې پخپله خوښه او یا په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شوي.
اعلامیه زیاتوي چې ۹۵ کورنۍ د دتورخم له لارې او ۱۵۲کورنۍ د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه او له ایران څخه ۴ زره او ۷۹۷ تنه د هرات اسلام کلا او ۳ زره او ۵۸۰ تنه نور د نیمروز د ورېښمو له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې ستانه شوي کډوال له سرحدي ادارو سره له نوملیکنې وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور پېژندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په درې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د هغو افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې چې په دې هېوادونو کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري.