د نجونو د زده کړو فعاله او د سولې د نوبل جایزې ګټوونکې ملاله یوسفزۍ وايي، چې د افغان په ګډون دې د نړۍ هر ګوټ کې د نجونو حقونو او د زده کړې درناوی دې وشي.

ملالې یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ د جولای په ۸ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې د برېټانیا له نوي صدراعظم سټامر څخه غوښتې چې په خپلې بهرنۍ پالیسۍ کې دې د افغان نجونو د زده کړو موضوع په خپلو لومړیتوبونو کې روالي.

نوموړې په خپل دې پیغام کې لیکلي چې د راتلونکو ١٠٠ ورځو لپاره د انګلستان د بهرنۍ او پراختیا سياسي پلانونو کې دا ډېره مهمه ده چې د نړۍ په هر ګوټ کې د نجونو حقونو او د دوی د زده‌کړې حق ته درناوی وشي، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د جنسیتي توپيرونو د له منځه وړلو په برخه کې بايد جدي پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له شاوخوا درېیو کلنو را پدیخوا پر نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او د پوهنتونونو دروازې تړلي دي او ترڅنګ یې د افغان نجونو او ښځو ټول اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي دي.