د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې د دې هېواد لومړي وزیر مرستیا او بهرنیو چارو وزیر، اسحاق دار د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) مشر فیلپو ګراندي سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره خبرې اترې کړي دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د جولای په ۹ مه نېټه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي دي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر په دې کتنه کې پاکستاني لوري سره د افغان کډوالو د وضعیت په هکله خپلې اندېښنې مطرح کړې دي.

فيليپو ګراندې په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې له دې هېواده د بې اسناده افغان کډوالو په زور ايستلو لړۍ دوام لري.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي چې يوازې د جون میاشتې په وروستۍ اونۍ کې له پاکستان څخه له ۳۳ زره زيات افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

د نړیوالو سازمانونو د خپاره شویو معلوماتو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۲.۱۸ میلیونه اسنادلرونکي کډوال، ۱.۳ میلیونه د ثبت کارټ‌لرونکي او شاوخوا ۸۸۰ زره د لنډمهالې استوګنې کارټ‌لرونکي، ژوند کوي.