د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په ۲۰۲۴ م کال نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ورستۍ لاسته ستایلي او ویلي دي چې کرېکټ د افغانستان خلکو ترمنځ په یوالي کې ښه رول لوبولی دی.

د هند لومړی وزیر په نړیوال جام کې د هند له بریا وروسته خپلو لوبغاړو سره په کتنه کې د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د کرېکټ پر اهمیت ټینګار کړی.

نوموړي د هند کورني کرېکټ سیالیو ای پي ایل کې د درې افغان لوبغاړو راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن لوبېدو ته په اشارې ویلي چې دوی نه یوازې د هند په غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) کې ښه ځلېدلي، بلکې د کرېکټ په نړیوال ډګر کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري.

مودي په افغانستان کې پر ځوانو ورزشکارانو ددغو لوبغاړو د الهام بښونکي اغېز یادونه هم کړې ده.