د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ (یو ان اچ سي ار) مشر فيليپو ګراندې پرون شنبه د جولای په ۷ مه نېټه د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه په یو درې ورځني سفر پاکستان ته تللی دی.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې ګراندي په خیبرپښتونخوا کې له یو شمېر افغان کډوالو سره لیدلې، د هغوی ستونزې یې اورېدلې او د ملګرو ملتونو له لوري یې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ټاکل شوې چې ګراندي به د پاکستان یوشمېر چارواکو او خیریه ادارو او نورو پراختیايي پروګرامونو له مشرانو سره هم وګوري.
ګراندي داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې په دې هېواد کې د مېشت افغان کډوالو د (POR) کارتونو موده پایته رسېدلې او یاد هېواد د غیر ثبت شویو افغان کډوالو ایستلو لړۍ جاري ساتلې ده.