ټاکل شوې نن یکشنبه د جولای په ۷ مه نېټه د کابل پر وخت د مازدیګر په ۴ بجو د افغانستان او تاجیکستان د فوټبال له ۲۰ کلونو کم عمره لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ په سیالیو کې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د فوټبال دغه سیالۍ د قرغیزستان په کوربه توب ترسره کیږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې افغان لوبډله د دې سیالیو په A ګروپ کې له قرغیزستان او تاجیکستان سره لوبیږي.

د ویلو ده چې د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالۍ د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو له ۲۰ کلونو کم عمره فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.