د طالبانو مرکزي بانک اعلان کړی چې ټاکل شوې دغه بانک د دوشنبې په ورځ د جولای په ۸ مه نېټه ۱۵ میلیونه ډالره داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

د افغانستان مرکزي بانک نن یکشنبه د جولای په ۷ مه نېټه په خپله اېکس‌پاڼه کې د یو پیغام په خپرولو سره له ټولو پر شرایطو برابر بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو له شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍ کې ورسره برخه واخلي.

د مرکزي بانک له لوري د ډالرو د لیلام موخه د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت ساتل دي چې تل له بدلون سره مخ وي.

د ویلو ده چې د جمهوريت له سقوط وروسته د افغانيو پر وړاندې د ډالر ارزښت په بې ساري ډول لوړ شوی و؛ خو د ملګرو ملتونو له نغدي مرستو وروسته په تېرو څو اوونیو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت په بې ساري ډول را راښکته شوی.

دا مهال د کابل د اسعارو په بازار کې د یو ډالر بیه له ۷۱ تر ۷۵ افغانۍ ده.