د ترکیې د ټرانسپورټ او پراختیا وزارت خبر ورکړی دی چې د دې هېواد په کوربتوب د لاجورد کوریډور د اغېزناکې کارونې په موخه غونډه جوړه شوې ده.
ترکی رسنیو راپور ورکړی چې په دې غونډه کې د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان او جورجیا هېوادونو استازو ګډون کړی و.
د ترکیې د ټرانسپورټ او پراختیا وزارت چارواکو په دې غونډه ټینګار کړی چې د افغانستان، ترکیې، اذربایجان، ترکمنستان او جورجیا ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخه کې د لاجورد کوریډور پراختیا اړینه ده.
لاجورد کوریډور چې له مرکزي آسیا څخه اروپا ته د ټرانسپورټ او سوداګرۍ یوه مهمه لاره ګڼل کېږي، د سیمې هېوادونو لپاره لوی اقتصادي فرصتونه رامنځته کوي.