د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (یو این ایچ سي ار) ویلي، هڅه کوي چې په پاکستان کې د (POR) کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده په دې هېواد کې تمدید کړي.

د ملګرو ملتونود کډوالو عالي کمیشنرۍ د جمعې په ورځ د جولا په ۵ مه نېټه ویلي و چې د «پي او ار» کارت لرونکو کډوالو د اوسیدانې د نیټې د تمدید لپاره د جون میاشتې له ۳۰ نېټې وروسته خپلې هڅې کړندۍ کړي دي اوهمداراز ددغه بهیر څخه له نږدې او دقیق ډول څارنې ته دوام ورکوي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۶ کال کې ۱.۳ میلیونو افغان کډوالو ته چې هغه مهال یې په دغه هیواد کې د اوسیدنې کارتونه نلرل د پیژندګلوۍ (POR) کارتونه وویشل.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسیدلو نیټه د روان ۲۰۲۴ کال د جون په ۳۰ (چنګاښ لسمه) پاې ته رسیدلې ده.