د افغانستان مخکینۍ کرېکټ ښځینه لوبډلې یوشمېر لوبغاړې د کرېکټ له نړیوالې شورا یا «ای سي سي» غوښتي څو ورسره مرسته وکړي، چې د کډوالو په نامه اسټرالیا کې خپله لوبډله جوړه کړي.

یو شمېر افغان کرېکټ ښځینه لوبغاړو د ای سي سي مشر «ګرېک بارکلي» ته د یو لیک په استولو سره ویلي چې د افغان کډوالو ټیم جوړول دوی ته فرصت ورکوي څو د افغانستان د باندې لوبه وکړي، لوبډلمشرې شي او د کرېکټ یو ټیم اداره کړي.

دوی په خپل لیک کې زیاته کړې چې د دې ټیم جوړول به ټولو هغو افغان مېرمنو ته زمېنه برابره کړي، چې غواړي تر یوه بیرغ لاندې د خپل هېواد په استازیتوب راټولې شي.

د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبډله «۲۰۱۰» کال کې جوړه شوه، خو په «۲۰۲۱» کال کې چې طالبان بیا واک ته ورسېدل له منځه لاړه.

له هېواده د باندې د افغانستان مخیکینۍ کرېکټ ښځینه لوبغاړې داسې مهال د کرکټ لوبډلې د جوړولو غوښتنه کوي چې طالبانو په کور دننه پوهنتونونو، پارکونو، سپورت ځایونو ته د ښځو په ورتګ بندیز لګوی دی.