د افغانستان کرکټ بورډ نن چهارشنبه د جولای په ۳ مه نېټه اعلان وکړ چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې کلک مینه وال، رضاخان له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

رضاخان چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په بابا مشهور و، په اکثره لوبو کې د ملي لوبډلې ملتیا کوله او په خپلو ځانګړو دودیزو جامو او درې درنګه ملي بېرق سره د نړیوالو پام ځانته را اړو.

د رضاخان کورنۍ رسنیو سره په خبرو کې تائید کړې چې نوموړی تېره ورځ د ور پېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده څه موده وړاندې کرکټ بورډ په ټولنیزو رسنیو کې د رضاخان د ناروغۍ خبر ورکړی و او ویلي و چې د هغه د درملنې لګښت به پرې کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په ۲۰۱۵ م کال کې په رسمي ډول رضاخان ته د کرکټ بابا لقب ورکړی و.

د کرکټ بورډ په ګډون د کرکټ ملي لوبډلې یوشمېر لوبغاړو د رضاخان بابا پر مړینې خواشینې څرګنده کړې ده.