د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د مۍ د میاشتې ترپایه پورې شاوخوا ۵۹۵ زره افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

اوچا نن د سه شنبې په ورځ د جولاۍ په ۲ نېټه د یو راپور په خپرولو سره ویلي دي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۵۲۶۸۰۰ افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته ستانه شوي چې پکې ۴۳ فیصده یې سړي، ۱۴ فیصده ښځې او ۴۳ فیصده نور یې د ۱۸ کلنو څخه ټيټ عمر ماشومان ديو، همداراز په دې موده کې بیا ۶۸۹۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه وطن ته ستان شوي چې پکې ۲۰ فیصده یې سړي، ۲۶ فیصده ښځې او ۵۴ فیصده یې د ۱۸ کلنو څخه کم عمر ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په خپل راپور همداراز زیاته کړې چې د افغانستان د ۲۰۲۴ کال د بشري اړتیاو د ځواب ویلو پلان، ستنیدونکو لپاره کلیدي ننګونې د هغې له ډلې د ساتنې په برخه کې خطرونه، د سرپناه او کورونو نشتون، محدود معیشتي فرصتونو شتون، اساسي خدمتونو لکه روغتیايي خدمتونو، محدودو منابعو ته د تقاضا زیاتیدل او د ناڅرګند سیاسي او امنیتي وضعیت اغیزې په نښه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر غندلی دی.