د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت د دوحې له اصلي غونډې د ښځو د حقونو د مدافعينو، مذهبي او قومي لږکيو او بشري حقونو د ډلو په ګډون د غير طالباني استازو حذفول «ډېر ناهيلي کوونکي» بللي دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ، د جون مېاشتې په ۳۰ مه نېټه ویلي دي، چې کاناډا څو ځلې – په خصوصي توګه او له نورو ښکېلو دولتونو سره په همغږۍ – د دوحې په غونډه کې د مدني ټولنې د نشتوالي په اړه خپله ناهيلي څرګنده کړې ده.

په اعلاميه کې ټینګار شوی دی چې هيڅ هغه هدف هم د ښځو له بشپړ ګډون پرته نه شي ترلاسه کېدلای چې د افغانستان خلک يې ترلاسه کول غواړي.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت زیاته کړې، چې د دوحې تر درېيمې غونډې وړاندې يې د افغانستان له مدني ټولنې، د بشري حقونو او ښځو له ډلو سره مشورې کړې دي تر څو يې انديښنې واوري.

د دوحې له غونډې د ښځو او مدني ټولنې د استازو پر حذف پراخې نيوکې وشوې.