د ښځو حقونو لږ تر لږه درېیو فعالانو د افغانستان په هکله د دوحې په درېیمه ناسته کې چې ټاکل شوې نن یکشنبه د جون مېاشتې په ۳۰ مه نېټه، ماښام ۶:۴۵ بجې په قطر کې پیل شي، په دې ناسته کې له ګډون څخه ډډه کړې او دا غونډه یې تحریم کړه.
د تېر حکومت د مذاکرې ټیم غړې حبیبه سرابي، په تېر حکومت کې د ښځو چارو وزارت مرستیاله نبیله مصلح او د ښځو حقونو فعاله زبیده اکبري د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې ناستې ته بلل شوې وې؛ خو دوی له ګډونه ډډه وکړه.
دې مېرمنو په جلا جلا بیانونو کې ویلي چې ملګرو ملتونو د دوحې ناستې له اجنډا نه د افغان مېرمنو په لرې کولو سره د دوی د بشري حقونو وضعیت له پامه غورځولی دی.
ورته مهال د ښځو یو شمېر معترضو غورځنګونو د نړیوالو لاریونونو په بللو سره، د دوحې درېیمه ناسته غندلې ده.
ټاکل شوې د دوحې درېیمه ناسته نن یکشنبه د ماښام په سیمه ییز وخت ۶:۴۵ په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې روزمیري دیکارلو په وینا پیل او د شپې په ۸:۴۵ دقیقو پای ته ورسیږي.