د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو پای لوبه نن شنبه د جون مېاشتې په ۲۹ مه نېټه د هند او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پایله کې هند د ۷ منډو په توپیر سویلي افریقا په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.

د دې لوبې پچه هند وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره، هند د ویرات کولي په غوره توپ وهنې سره وکولای شول چې په ټاکلو شلو اورنو کې د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۷۶ منډې ترلاسه او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ.

سويلي افریقا بیا د ټاکل شوي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او په شلو اورونو کې يې د خپلو ۸ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۶۹ منډې ترلاسه کړې او لوبه یې پر سیالې لوبډلې وبایلله.

د ویلو ده چې د هند غوره توپ وهوونکی ویرات کوهلي د دې سیالیو په پای ته رسیدو سره د کرکټ له نړیوال شل اوریز فارمټ لوبو سره څخه مخه ښه وکړه.