د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ وایي، هره ورځ د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې، د بشري حقونو د نقض او د بندیانو پر وړاندې د ظلم لسګونه پېښې کېږي، چې باید ورته پام وشي.

د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ نن د جمعې په ورځ، د جون مېاشتې په ۲۸ مه نېټه د شکنجې له قربانیانو د ملاتړ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د طالبانو زندانونه د نړۍ تر ټولو وحشتناک او بدنامه شکنجه‌ځایونه دي.

دې غورځنګ په خپله اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د ترهګرې ډلې چارواکي د دغې ډلې په زندانونو کې د زنداني نجونو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د شکنجه کېدو له امله، محاکمه او مجازات کړي.

دغه غورځنګ همداراز په خپله اعلامیه کې زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو له وحشتناکو زندانونو د ښځو او نجونو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د خلاصون لپاره هڅې وکړي.

د دغه غورځنګ د اعلاميې له مخې، د جون د ٢٦مې نمانځل په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او د هر ډول شکنجې، ظلم او جبر د له منځه وړلو لپاره یو ښه فرست برابرولای شي.