د هند کرکټ ملي لوبډلې نن پنجشنبه، د جون په ۲۷ مه نېټه د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو په نیمه پای لوبه کې د ۶۸ منډو په توپیر انګلیس ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو پای لوبې ته یې لار ومونده.

انګلیس د دې لوبې پچه وګټله او هند ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، هند په ټاکلو شلو اورونو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۷۲ منډو هدف ورکړ، خو انګلیس یاد هدف ترلاسه نشو کړای او د لوبې په ۱۶ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو سره یواځې ۱۰۳ منډې ترلاسه کړې او لوبه یې د ۶۸ منډو په توپیر وبایلله. ټاکل شوې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام پای لوبه د روانې جون مېاشتې په ۲۹ مه نېټه د هند او سویلي افریقا ترمنځ وشي.