د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ، د جون مېاشتې په ۲۷ مه نېټه د کرکټ نړیوال شل اوریز جام په نیمه پای لوبه کې د سویلي افریقا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووته او د ۹ ویکټو په توپیر یې ستره ماتې وخوړله.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د لوبې په ۱۱ اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یواځې ۵۶ منډې یې جوړې کړې.

سویلي افریقا بیا یاد هدف د لوبې په ۸ اور کې د خپل یو لوبغاړي په اوټ کېدو ترلاسه او د نړیوال شل اوریز جام سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړه.

ټاکل شوې د نړیوال جام بله نیمه پای لوبه نن د هند او انګلستان ترمنځ وشي، ګټوونکې لوبډله به په پای لوبه کې له سویلي افریقا سره لوبه کوي.

د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو پای لوبه به د روانې جون مېاشتې په ۲۹ مه نېټه وشي.